ژبه

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع نن د افغانستان په تړاو غونډه کوي

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي اسامبلې اعلان کړی چې نن (دوشنبه) د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې په یوه اعلامیه  کې ویلي چې د دې ناستې کاري اجنډا به د افغانستان او افغانانو روان وضعیت او نور اړوند موضوعات وي.

د راپورونو له مخې، یاده غونډه به د نیویارک په ځايي وخت سهار ۱۰ بجې پیل شي او ټاکل شوې چې د افغانستان د وضعیت په اړه پکې خبرې وشي.

په ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې په دې ناسته کې ګډون کوي.