ژبه

متقي: اوس یې وخت دی چې له قزاقستان سره مثبت تعامل پر دوامداره او اوږدمهاله همکاریو بدل شي

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل قزاقستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل پر دوامداره او اوږدمهاله همکاریو بدل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او سیاسي تفاهم پر زیاتوالي هر اړخیز بحث وکړ.

متقي په دغه لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا په موخه له رامنځته شوو فرصتونو مثبته استفاده وشي.

هغه ویلي، ‎ قزاقستان له هغو هېوادونو  دی چې له پیل راهیسې یې د افغانستان اړوند رغنده دریځ غوره کړی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا مثبت تعامل پر دوامداره او اوږدمهاله همکاریو بدل شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او شراکت لا پراخه شي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، اراده لري له افغانستان سره خپلې سیاسي اړیکې، اقتصادي او علمي همکارۍ لا پراخه کړي.

هغه ویلي، غواړي په اوږدمهال کې د افغانستان په ثبات، ترانزیټ، د خوړو امنیت او په ټوله کي د دغه هېواد په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.

یاد وزارت لیکلي، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د تورغونډي - هرات د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې له لاسلیک شوې هوکړې خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د دوامداره ګډ کار پر دوام یې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.