ژبه

متقي: له بهره د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د دفتر له عملیاتي رییس سره په لیدنه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې او له نړۍ‌والو یې غوښتي چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو برخه کې همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر (UNODC) له عملیاتي رییس بو ماتیاسن او مل پلاوي سره وکتل.

متقي په دغه لیدنه کې ویلي، د هېواد ټول ارګانونه او امنیتي ځواکونه په جدي ډول د نشه‌یي توکو له پدیدې سره د مبارزې هوډ لري او اجازه نه ورکوي چي یو ځل بیا له دې پدېدې هېواد او سیمه زیانمن شي.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي په نړۍوالو ږغ وکړ چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.

یاد وزارت لیکلي، متقي په دغه لیدنه کې اندیښنه څرګنده کړه چې له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی او له نړۍوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د ملګرو ملتونو دغه استازي د نشه‌یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده اقدامات وستایل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده لیدنه کې دواړو لورو د مخدره توکو پر وړاندې پر غیرسیاسي مبارزې، بشري همکاریو پر دوام او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په اړه د اغېزناکو ناستو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.