د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسن وايي، د ده ماموریت پای ته رسېدلی خو اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په دغه هېواد کې به خپل حضور ته دوام ورکوي.
د ازبېکستان د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
یو جرمني ګرځندوی چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي، دلته راتګ ورته د ژوند يوه نوې تجربه ده.
افغان او ازبک چارواکو په تاشکند کې د اوبولګولو سیسټمونو د پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو له سرچینو د موثرې استفادې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ چې سبا په نیپال کې پیلېږي، د افغان لوبډلې په ګډون په کې پنځه لوبډلې برخه لري.
کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې او د نیپال لوبډلې ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه د دوامداره ورښت له امله پوره ترسره نه شوه او د «ډياېلاېس» د قانون له مخې د نیپال په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان بانک سبا پنجشنبه (د وري ۲۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله چې په لومړیو دوو سیالیو کې یې نیپال ته ماتې ورکړې، سبا خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه له کوربه لوبډلې سره ترسره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان و ایران ترمنځ اړیکې د ارزښت وړ بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي هوکړهلیکونه، په ځانګړي توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو برخه کې هوکړهلیک باید وڅارل شي.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د نړۍ له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو غوښتي څو له افغانانو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې څه باندې ۳۴ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.