Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرپل سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د غزني ښار اړوند «روضه» سیمه کې د اوبو رسولو یوې شبکه په جوړېدو سره ۹۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د تېر یوه کال په موده کې یې د افغانستان په کچه د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې پلې کړې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په تخار کې د څه باندې ۸۰ زره یورو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ.
اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) سیمهییزو ویلي چې په دغه ولایت کې اوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ او د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړوي او د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي.
د لوګر په مرکز پُلعلم کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ورته یوې بلې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نږدې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د دوو نورو چارې پیل شوې.
فاریاب کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او هلمند کې د څه باندې ۶،۶ میلیون افغانیو په لګښت د ورته یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
ځایي چارواکي وایي، د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مرسته د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو کار پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP