د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
د ننګرهار پوهنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د يو منځني ښوونځي د څلورم ټولګي څلور زدهکوونکې د اوبو يوه ډنډ ته غورځېدلي چې درې يې مړې شوي او يوه يې ژغول شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان نن د زمري ۳مه «د ډوبېدو مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت وایي، په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله څه د پاسه ۲۳۶ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو زیاتېدو له امله له مرکز سره د دوی لار بنده شوې ده.
د غور کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دولتیار او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو دوو شبکو په بشپړېدو سره زرو کورنیو څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
په لغمان، باميان او جوزجان ولايتونو کې اووه کسان په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
په پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانيو په ارزښت د څښاک اوبو پنځه شبکې جوړېږي چې نن د دغو پروژو چارې پیل شوې.
د پژواک له راپور وروسته د اروزګان مسوولینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز لګولی دی.
ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.