Language

پکتیکا کې د څښاک اوبو پنځه شبکې جوړېږي

ښرنه (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): په پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانيو په ارزښت د څښاک اوبو پنځه شبکې جوړېږي چې نن د دغو پروژو چارې پیل شوې.

د پکتیکا کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د څښاک اوبو یادې پنځه شبکې د اورګون ولسوالۍ په مګړ او پیرکوتي سیمو کې، د سرروضې ولسوالۍ مارزکو سیمه کې او د اومنې ولسوالۍ په زواکه او ګیناوه کلیو جوړېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، پر دغو پروژو ۱۳،۴ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د UN-OCH-AHF سازمان په مالي ملاتړ د ORD موسسې له خوا پلې کېږي، په پشپړېدو سره به يې ۱۳۸۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

بلخوا خلک وایي، د دوی په سیمو کې د څښاک لپاره پاکې اوبه کمې شوي او اوس خوښ دي چې دا ستونزه هوارېږي.

د اومنې ولسوالۍ اړوند زواکه کلي اوسېدونکي عبدالرازق پژواک اژانس ته وویل: «زموږ په کلیو کې د څښاک اوبه غټه ستونزه ده، خلک یې له لېرې لېرې ځایونو په حیواناتو یا ټانکرونو کې راوړي.»

د اورګون ولسوالۍ اړوند د پیرکوتي سیمې اوسېدونکي صدیق هم پژواک ته وویل، د څښاک اوبو شبکې سره به د دوی د سیمې خلک له ستونزو او ناروغیو وژغورل شي.

هغه زياتوي: «دلته (پیرکوتي کې) د څښاک لپاره اوبه په مشکل پيدا کېږي چې هغه هم پاکې نه وي، اوس چې دا ټانکۍ او نلونه جوړېږي نو خلکو ته به پاکې اوبه ورسېږي او له مرضونو به بچ شي.»

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو پروژې پیل شوې وې.