مهترلام-باميان-شبرغان (پژواک، ٢٨ چنګاښ ١٤٠٢): په لغمان، باميان او جوزجان ولايتونو کې اووه کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند کچړې سیمه کې څلور کسان په سيند کې د لامبلو پر مهال ډوب شوي دي.
هغه وايي چې د درېېو کسانو جسدونه يې پيدا شوي او د يو بل کس د جسد پيدا کولو لپاره هلېځلې روانې دي.
هغه زياته کړه: «په دغه ځاى کې د ښاروالۍ له لوري د عامه پوهاوي په توګه د خلکو لپاره يوه لوحه لګول شوې چې پر ليکل شوي (دلته لمبل ستاسو ژوند له مرګ سره مخ کوي) خو نه پوهيږم چې دغو کسانو بيا هم ولې دلته لمبلي دي؟»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په ياده سيمه کې ١٦ کسانو په سيند کې د لامبلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا وايي، تېره ورځ په بند امير کې د لامبلو پر مهال دوه وروڼه په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.
د نوموړي په وينا، یاد مړه شوي کسان د پروان ولايت اوسېدونکي وو چې باميان ته په چکر ورغلي وو.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د جوزجان د پوليسو وياند وياند قاري عبدالستار حليمي پژواک ته وويل، تېره ورځ د شبرغان په پل خراسان سيمه کې يو ځوان په سيند کې ډوب شوى او مړ شوى دى.
هغه وويل، دغه ١٨ کلن ځوان لماجان نومېده او د قوشتېپې ولسوالۍ دشت ليلي سيمې اوسېدونکى و.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ځينو نورو ولايتونو کې هم ځیني ځوانانو په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن