Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د جودو فدراسیون وايي چې د دې برخې افغان لوبغاړو په ایران کې د «سولې او دوستۍ» په نړۍوالو لوبو کې یو د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ایرانیان به د معیاري کانکیندنې برخه کې د دغه وزارت انجنيرانو ته روزنیز تخصصي پروګرامونه جوړ کړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې درې د سرو زرو، درې د نقري او درې د برنزو مډالونه ګټلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، څلوېښت روغتیایي کارکوونکي یې د جدي څارنې برخه کې د یو میاشتنۍ هر اړخیزو زدهکړو ترلاسه کولو په موخه ایران هېواد ته استولي دي.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې وروستیو کې له ایرانه د قانوني افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.
د افغانستان د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او علياکبر امیري د ایران په الف لیګ تکواندو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
د ایران په یزد ولایت کې د پاکستاني زیارتکوونکو لېږدوونکی بس موټر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړی وایي چې پر اسرائیل د هېواد هوایي عملیات یې ښايي له درې تر څلور ورځې وغځېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP