ژبه

ټرمپ د چین له ولسمشر سره د اوکراین جګړې او د ایران د وضعیت په اړه خبرې کړي

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر وایي چې د چین له ولسمشر سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سوداګرۍ، تایوان، د روسیې او اوکراین د جګړې او د ایران د اوسني وضعیت په ګډون پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ډونالد ټرمپ په ټروت سوشیل ټولنیزې شبکې کې د یوه پیغام په خپرولو سره د دواړو لوریو خبرې «عالي» بللې دي.

هغه زیاته کړې: «هر څه ډېر مثبت دي. له چین سره اړیکې او د چین له ولسمشر شي‌جین‌پینګ سره زما شخصي اړیکه ډېره ښه ده او دواړه پوهېږو چې د دې ساتل څومره مهم دي.»

د الجزیرې د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ هم ویلي، چې له متحده ایالاتو سره اختلافونه تر هغه وخته په دوستانه توګه حل کېدای شي، چې پر برابرۍ او متقابل درناوي ولاړ وي.

نوموړي زیاته کړې، چې له تایوان سره یوځای کېدل ـ هغه ټاپو چې چین یې د خپلې خاورې اساسي برخه بولي ـ لا هم د پیکنګ لپاره یو مهم لومړیتوب دی.