د بلخ مرکز مزارشریف ښار د نرخونو کنټرول کمېسیون له لوري ۶۰ هغه خیاطانې تړل شوي چې له نرخپاڼې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې یو شمېر معلولین وايي، اوسنيو شرایطو ته په پام سره دوی ته ټاکلې تنخوا بسنه نه کوي نو حکومت یې باید د لوړولو اقدام وکړي.
د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې د کوکنارو ۲۰۰ جریب کښتونه اړولي او ورسره په تړاو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت روان کال په دغه ولایت کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي خانقاه د بیارغولو چارې پیلوي.
بلخ کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پیل شوې.
مزارشریف (پژواک، د روي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د نیالګیو او تازه ګلانو پلورونکي وایي، سږ کال د تېرو کلونو
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه دغه ولایت ته له ۶۰ بېلابېلو هېوادنو څه باندې ۸۰۰ بهرني سیلانیان راغلي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په موخه د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي دي.
بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ له ډېرېدو سره د قیمتي ډبرو او له ډبرو د جوړ شوو قیمتي توکو بازار ښه شوی دی.
بلخ کې ورزشي مسوولين وايي چې د افغان او پاکستاني ورزشکارانو په ګډون د«کې ون کېک بوکسېنګ» دويم پړاو سيالۍ د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ترسره شوې.