بلخ کې د وزلوبې سیالۍ چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د حاجي مقیمبای وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، د «یما پټرول» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام دې ورسره مرسته وکړي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې رېکشاوو ته د لومړي ځل لپاره د اسنادو ورکولو بهیر پیل شو چې په ترڅ کې به یې پنځه زره رېکشاوو ته پلېټ ورکړل شي.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چې په تېرو ځو ورځو کې په دغه ولایت کې د واورې ورېدو له امله یو شپون مړ، نږدې یوولسنیم زره څاروي تلف شوي او دوه کورونه نړېدلي دي.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چه په دغه ولایت کې و واورې ورېدو له امله څلور زره څاروي تلف شوي او د شپږو ولسوالۍ لویې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
په بلخ کې د ۱۴ ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
ستره محکمه وایي، بلخ کې یې يوې ښځې او یوه سړي ته د نامشروع اړیکو په جرم د جزا دیوان په حکم تعزیري سزا ورکړې ده.
بلخ ولایت کې یو شمېر داخلي بېځایه شوې کورنۍ وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ځایي مسوولین وایي چې د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو د دوو ساعتونو په موده کې یو ملي سوداګر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
بلخ کې د شیرینبویې سوداګر او پروسس کوونکي له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دغه بوټي ته دې له هېواده بهر بازار پیدا کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، ۱۵۰ بوتله یو لېتره شراب يې ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خدمتونو برابرولو ادارې (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ یې د دغه ښار یو شمېر ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.