د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د نږدې يونيم ميليون ډالرو په لګښت یو سبسټېشن او د برېښنا رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
مزارشریف (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د څپلیو او بوټانو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په کچه د انګورو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
بلخ کې د لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې چې د کروندګرو په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې پر سلګونه جریب ځمکه دغه ګلان کرل شوي دي.
د بلخ پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ۵۵۴ مدرسو کې د نجونو په ګډون نږدې سل زره کسان پر دیني زدهکړو بوخت دي.
بلخ کې د شاتو مچۍلرونکي سږ کال د مچیو د تلفاتو ډېرېدو او د شاتو تولید کمېدو ته اندېښمن دي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو د نومونو بدلولو لپاره کمېټه جوړه شوه او له لارې به یې ځينې څلورلارې د ا.ا د «شهیدانو» په نوم شي.
مسوولین وایي، د بلخ ولایت په کوربهتوب او له فاریاب او بدخشان ولایتونو د نږدې ۵۰ لوبغاړو په ګډون د ویلچر باسکټبال سیالۍ د بلخ الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یې یو کس د مړه شوو څارویو غوښې د پلور په تور نيولى دى.
په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه ترکیې هېواد ته الوتنې پیل شوې.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د یوې ښځې وژلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.