ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده

بلخ کې لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده

author avatar
1 Aug 2023 - 11:59
بلخ کې لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده
author avatar
1 Aug 2023 - 11:59

مزارشریف (پژواک، ١٠ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې چې د کروندګرو په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې پر سلګونه جریب ځمکه دغه ګلان کرل شوي دي.

کروندګر د لمرګلي کرلو ته د لېوالتيا ډېرېدو لامل د کوکنارو پر کښت بندیز او په دغه ولایت کې د غوړیو د تولید کارخونو جوړېدل بولي.

دوی دغه‌ راز وایي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، نو د لمرګلي غوړیو د تولید ټولو کارخونو اړتیا به پوره کړي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د کوشک عبدل کلي اوسېدونکی محمداسلم چې له دېرشو کلونو راهیسې بزګري کوي وایي، لومړی ځل یې دی چې پر لس جریبه ځمکه یې لمرګلى کرلى دى.

هغه زیاتوي، له دې مخکې يې غنم کرل خو کله چې یې نورو کلیوالو د لمرګلي کرلو ته مخه کړه، نو دى هم وهڅېد او ويې کرل.

هغه تمه لري چې له دغه کښته به ښه ګټه ترلاسه کړي.

صلاح‌الدین د دغه ولایت بل کروندګر هم پر اته جریبه ځمکه لمرګلى کرلى دى.

هغه لمرګلی د کوکنارو ښه بدیل یادوي او زیاتوي که حکومت یې ملاتړ وکړي نو کولای شي د غوړیو د تولید کارخونو لپاره د اړتیا وړ محصول برابر کړي.

صلاح‌الدین وایي: «لمرګلی ښه دی، کم مصرف لري او ډېر عواید ترې ترلاسه کولای شو، خو د کرنې ریاست باید موږ ته تخمونه راکړي څو د کښت ساحه پراخه کړو.»

سباوون یو بل کروندګر هم ورته خبره کوي او وایي چې د لمرګلي یو کیلو تخم یې پر پنځوس ډالره پېرلی خو اوس یې حاصل سل زره افغانۍ شوی دی.

سباوون وایي، د لمرګلي حاصل تر نورو کښتونو ښه وي، که حکومت مرسته ورسره وکړي نو له بهره د صادراتو پر ځای دوی کولای شي د غوړیو د تولید کارخونو ته تخمونه ورکړي څو غوړي تولید شي.

بلخوا د بلخ کرنې ریاست مسوولین د کروندګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي، د دغه ولایت په ګڼو ولسوالیو کې پر څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکه لمرګلى کرل شوى دى.

هغه وایي، تېر کال په ډېره کمه ځمکه دغه ګلان کرل شوي وو خو سږ کال ځکه د کروندګرو لېوالتیا ورته ډېره شوې چې حاصلات او مارکېټ یې تر نورو کښتونو ښه دي او هم یو شمېر کارخونې ترې غوړي تولیدوي.

عظیمي دغه راز د کروندګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي چې د کرنې ریاست په ټولو ولسوالیو کې مدیریتونه لري او وخت پر وخت د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه کوي.

بلخ کې لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا په داسې حال کې مخ پر ډېرېدو ده چې هر کال د نړۍ له ګڼو هېوادونو افغانستان ته د لمرګلي تخمونه او غوړي وارديږي.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.