Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي کسانو په تخار کې یو کس چې له څلورو کلونو راهيسې یې پلار د کور په يوه تياره خونه کې بندي ساتلی و، ازاد کړی دی.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تالقان ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند له لاسه ورکړی، خو ځايي اوسېدونکي د مړو شمېر شپږ کسان بولي.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوهنیمو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو او تروریستي فعالیتونو په تور ۲۰۶ کسان نیول شوي دي.
تخار کې یوه ځوان د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د غالۍاوبدنې یوه کارګاه جوړه کړې چې په کې ۴۰ ښځې پر کار بوختې دي.
تخار کې په لومړي ځل یوه خیریه بنسټ د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د لسګونو پرې شونډو او پرې تالو ماشومانو وړیا درملنه پیل کړې ده.
تخار کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي او صادروونکي ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له دوو کلونو راهیسې نورو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو په برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.
د تخار کلفګان ولسوالۍ د سرقروق سیمې اوسېدونکي په خپلو کې د ودونو کولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په ځینو مواردو کې د دې ډول ودونو نتیجه کې زېږېدلو ماشومانو ته جنټیکي ناروغۍ پیدا شوې دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوه کس خپله کوژدنه او د هغې د کورنۍ درې غړي وژلي او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.
د تخار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نږدې سلو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو فعالیت ترڅنګ، د لرو پرتو سیمو خلکو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هم خدمات وړاندې کوي.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په دو راهي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
تالقان (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د تخار د رستاق ولسوالۍ د شپږو لرو پرتو کلیو اوسېدونکي څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري،
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن