ژبه

تخار کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس د تخار فرخار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د ابوعبیده بن جراح (رض) لواء چې په تخار ولایت کې موقیعت لري د کشفي او استخباراتي بیدارو منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس، د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د خرماب کلي څخه ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.»

خبرپاڼه کاږي، په یادو مهماتو کې شپږ فیره د هاوان سرګولولې، ۵۲ فیره نارنجک انداز، شپږ بکسې د روسي دهشکې مرمۍ، دوه فیره د ۸۲ ملي‌متري روسي مرمۍ، پنځه حلقې د پرسونل ضد ماینونه، ۱۸ بکسې د روسي پیکا مرمۍ، ۲۱ فیره د هاوان مرمۍ، ۹ د راکټ سوق مرمۍ، یو فیر د راکټ مرمۍ، یو قاب غیرفعال د ورځې دوربین او دوه میله روسي کلاشنکوفونه شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یو مشکوک کس له سیمې تښتېدلی چې د کشفي او استخباراتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

د یو بل خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو په دویمې پلې منصوري لواء د تخنیک آمریت د مسلکي پرسونل په هڅو سره په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵ عرادې بېلابېل پوځي وسایط ترمیم شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو وسایطو کې ۳۰ عرادې رنجر، ۱۷ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۳ عرادې انټرنیشنل، درې عرادې هاموې امبولانس او دوه عرادې کرینګ شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له دې مخکې هم د يادې لواء په ورکشاپونو کې زیات شمېر پوځي وسايط بیاځلې ترمیم شوي او د استفادې وړ ګرځېدلي دي.

ورته موضوع