Language

تخار کې یو کس د قتل په تور نیول شوی

تخار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د تخار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.

د تخار د امنیې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «قاتل د بهارک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د کورنیو ستونزو له امله یې یو بل کس چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونی دی، د چره‌يي ټوپک په ډز وژلی دی.»

سرچینې لیکلي چې امنیتي منسوبینو د کشفي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته تورن کس نیولی او تر پلټونو لاندې دی.

Related Topics