Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هند په شمال کې یوې درې ته د یوه مسافروړونکي بس موټر لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
غزني ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د مکسیکو ځايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د یو باروړونکي او یو مسافروړونکي بس ترمنځ د ټکر له امله ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یو تنکی ځوان مړ او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لس کسان ټپيان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان چې ۱۴ او ۱۲ کلن وو، مړه شوي دي.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په لوګر او میدانوردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن