Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا له دوو پایو سره د یوه موټر ټکر کېدو له امله درې کسان ټپیان شوي او د دغه ولایت د مرکز برېښنا پرې شوې ده.
بلخ کې ځايي سرچینې وايي چې د حیرتان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اببند ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې خونړۍ ترافیکي پېښې د ټولو قربانیانو جسدونه کابل ته لېږدول کېږي، خو د سختې سوځېدنې له امله د پېژندلو وړ نه دي.
په هرات کې د تېرې شپې له خونړۍ ترافیکي پېښې وروسته چې په پایله کې یې نږدې ۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، د دغه ولایت د والي په سپارښتنه د «هري کاروان» ترانسپورټي شرکت مسوولین احضار شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د هرات پر حلقوي سړک د تېرې شپې ترافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۷۶ یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.
هرات کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د هرات – کابل پر حلقوي سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله څه باندې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.
بادغېس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د بادغېس – فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یوه پولنډی سیلاني په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.
میمنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د میمنی – اندخوی پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP