بامیان ولایت کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي چې د نورستان – کونړ پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه کې د دغه ولایت د ښاري محکمې د یوه قاضي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د ایبک – مزارشریف لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
لوګر کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «کنجک» سیمه کې د کابل – لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لاره د مرکز پلعلم اړوند «کلنګار» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بغلان کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
ځايي مسوولین وايي، په لوګر او نورستان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.