Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

بامیان (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): بامیان ولایت کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز په مربوطاتو کې دوې ترافیکي پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې لومړۍ پېښه د دغه ولایت مرکز په «شهیدان» سیمه کې د دوو سراچه موټرونو د ټکر له امله او دویمه پېښه په «ریګشاد» سیمه کې د یوه پاسو موټر او موټرسایکل ټکر له امله شوې ده.

نوموړي وویل چې په یادو دوو ترافیکو پېښو کې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند څرګنده کړه چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې یادې پېښې د بې‌احتیاطي او د موټر لوړ سرعت له امله شوې او د یادو قضیو عاملین د پلټنو لپاره تر نظارت لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.