د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د سرپل امنیه قومانداني وايي، چې په دې ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنيه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشريف پر عمومي سړک د يوې ترافیکي پېښې له امله يو تن ژوند له لاسه ورکړی او و يو بل ټپي شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
جوزجان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پایله کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پشتونکوټ، دولتاباد او اندخوی ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ څاروي تلف شوي دي.
د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ ناوخته ګېلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغه ولسوالۍ کې څلور جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سرهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
کندوز کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.