Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي

کندوز (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): کندوز کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي چې تېره شپه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یو کرولا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاتوي چې دغه موټر له کندوز ښاره امام صاحب ولسوالۍ ته پر لاره و.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې په موټر کې سپاره پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

خاکسار زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه او ترافیک پولیس پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د دې پېښه لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.