ژبه

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لار د اندړو ولسوالۍ اړوند ملا نوح بابا سیمه کې د یوه امبولانس او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل یې ټپی دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې ټپي کس لومړۍ د غزني حوزوي روغتون او وروسته بیا د لا ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی دی.

ورته موضوع