Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جوزجان کې ترافیکي پېښې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

شبرغان (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د جوزجان امنيه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشريف پر عمومي سړک د يوې ترافیکي پېښې له امله يو تن ژوند له لاسه ورکړی او و يو بل ټپي شوی دی.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ ویاند، قاري عبدالستار حلیمي، پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا پېښه پرون د فیض‌اباد ولسوالۍ اړوند د «کوکلداش» کلي په سیمه کې د د دوو تېزرفتاره موټرو او یوه موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې يو تن ځای پر ځای وژل شوی او يو تن بل ټپي شوی دی.

د حلیمي په وینا، ټپي کس د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته انتقال شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.