ژبه

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

<p style="text-align: justify;">جلال‌اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سره‌رود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د سره‌رود ولسوالۍ اړوند د پیرباغ په سیمه کې د مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">حماد وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.</p>

ورته موضوع