منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۹ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې د ترافیکي پېښي له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۸۷ کتنې

غزني (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسولین وایي، تېره ورځ ناوخته ګېلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت له امنیه قومانداني څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره ورځ ناوخته د کابل – کندهار پر لویه لار د دغه ولایت د ګېلان ولسوالي پښ‌کندي سیمه کې یو سراچه ډوله موټر له سړکه اوښتې او چپه شوی دی.

خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې او دغه راز ویل شوي چې ټپيان غزني کې حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.