منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په سرپل کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۸ کتنې · تازه شوی

سرپل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د سرپل امنیه قومانداني وايي، چې په دې ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو آمر، قاري مظفر پژواک خبري ژانس ته وویل چې دغه پېښې نن د سرپل ښار او سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پېښو په پایله کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي

د هغه په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د سرپل ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.