Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۱۳غبرګولی ۱۴۰۴): جوزجان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پایله کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار (سه‌شنبه) د خانقا ولسوالۍ اړوند د یوه پاسو او سراچه موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ژوند بایللی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، د پېښې تپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړي د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌حتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.