Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي

پل‌علم (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغه ولسوالۍ کې څلور جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې ترافیکي پېښې د مرکز پل‌علم په خضر، التمور، جمعه کلا او محمداغې ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

ده زیاته کړه، په یادو ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

انس زیاته کړه، د یادو پېښو ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې له ډلې یې د اوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د رامنځته شوو ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې‌احتیاطۍ بولي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.