Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي، په لوګر او نورستان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د نورستان د امینې قوماندانۍ ویاند غلام‌الرحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کامدېش ولسوالۍ اړوند د پتیګل درې جشتوک سیمه کې یو الټو موټر چې له کنډک سیمې څخه د ولسوالي بازار ته روان و، له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

هغه وویل، دې پېښه کې یوه میرمن، یو ماشوم او دوه د پاخه عمر لروونکو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د نوموړي په خبره، پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

بل لور ته بیا لوګر کې د درېیو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومانداني ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه ترافیکي پېښې د محمداغې ولسوالۍ په «سفیدسنګ» او یوه هم د بره‌کي‌برک ولسوالۍ په «تقي کلا» سیمه کې شوې دي.

هغه وویل، دا پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې یوه کس په ‌کې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د پېښو ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.