پلعلم (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۴): د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د مرکز پلعلم ښار اړوند په «التمور» سیمه کې یو هایس (بکسه) موټر چپه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې او مسوولین یې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي او ګړندی تګ په ګوته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP