Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو په یوه موټر کې ۳۹ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوې هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکې عبدالرب رسول سیاف په ترکیه کې نیول شوی دی.
ترکیې اعلان کړی چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې ترکیه کې د کار پر مهال د پېښو له امله ۱۸ افغانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په بیټلیس ولایت کې امنیتي ځواکونو ۱۸ افغان کډوال نیولي دي.
کابل کې د ترکیې سفیر د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.
کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان تحصیلي نظام په بنسټیزو چارو کې همکاري کوي.
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي .
د ترکي رسنیو راپورونو له مخې، ترکیه کې ۶۹ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
ځینو کسانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د انټرپول پولیسو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې نیولی خو د هغه دفتر دا اوازې ردوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې ترکیه دې د افغان کډوالو د قانوني کولو لپاره پر کړنلاره کار وکړي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي چې په افغانستان کې نور باید هېڅ وسلهوال مخالفت شتون ونه لري.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکیه کې د افغانستان لپاره د م.م له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې ویلي، نړۍواله ټولنه باید د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن