کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): رسنیو د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ۲۲ ښارونو کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ۴۷ کسان نیول شوي دي.
صباح نیوز پرون راپور ورکړی چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، د «میس- ۴۸» عملیاتو په لړ کې چې په دوو اونیو کې په ۲۲ ښارونو کې د داعش پر وړاندې ترسره شول، ۴۷ تورن کسان نیول شوي دي.
د یرلیکایا په وینا، نیول شوي کسان د داعش ډله پر غړيتوب، لوجستیکي مرستو او دغهراز د یادې ډلې لپاره په ټولنیزو رسنیو کې پر تبلیغاتو تورن دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې یاد کسان په ادانا، انتالیا، ایدین، بورسا، چانکیري، الازیغ، ارزینجان، غازيانتپ، ګیرسون، هاتای، استانبول، ازمیر، قهرمانمارش، قیصری، کریک کاله، کرشهیر، کوتاهیا، مرسین، اردو، عثمانیه، شانلياورفا او یوزګاټ ښارونو کې نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP