کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): کابل کې د ترکیې سفیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
خالص په دغه لیدنه کې د ترکیې له سفیر څخه غوښتي څو په (COP-30) کنفرانس کې چې په برازیل هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي.
هغه ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د څه باندې د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چاپېریالې پروژې وځنډول شوې چې د نړۍوالو چاپېریالي فنډونو لخوا تمویل کېدې.
خالص دغهراز د ترکیې له سفیر څخه غوښتي چې له افغانستان سره د چاپېریالي تجهیزاتو، د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تجربو د شریکولو په برخه کې دي لازمه مرسته او همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر هم ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی او هڅه به یې دا وي چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه ویلي: «موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکې کړو او هڅه به مو دا وي چې څنګه وکولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې خپلې تجربې، مشورې او مشترکې همکارۍ ته دوام ورکړو.»
یادې ادارې لیکلي چې د لیدنې په پای کې هوکړه وشوه چې د دواړو لورو ګډ تخنیکي ټیمونه به په خپلو کې کار کوي او مشترکو همکاریو ته به دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP