د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، هېواد ته د بېلابېلو ساري ناروغیو د رالېږد مخنیوي په موخه په تورخم کې د مسافرو معاینې لپاره د سکریننګ مرکز جوړوي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، هغو افغان کډوالو ته به ډېر ژر خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړي چې تورخم کې بند پاتې دي.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم ګمرک کې د M16 ټوپک بېلابېلې پرزې چې پاکستان ته قاچاق کېدې، کشف او ترلاسه شوې دي.
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، په تورخم ښارګوټي کې ٣٦٧ کيلوګرامه نشهيي چې پاکستان ته قاچاق کېدل، ترلاسه شوي دي.
جلالاباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم بندر کې يو کارګر ماشوم تر لارۍ موټر لاندې شوی او مړ شوی دی.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم کې يې هغه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي چې په يوه لارۍ موټر کې له پاکستان څخه را لېږدول کېدل.
په تورخم کې افغان سوداګر او د باروړونکو موټرونو چلوونکي شکايت کوي چې پاکستاني مسوولين ورته د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړوي چې له امله يې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.
مالیې وزارت وایي، په تورخم ګمرک کې یې د لیټیوم او بیروج په ګډون د څه باندې زر کیلوګرام قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د ډیورند کرښې پورې غاړه تورخم ښارګوټي ځینو برخو کې تر شل ډېر افغانان نیولي دي.
د مالیې وزارت وايي، د تورخم ګمرک مسوولینو یوه اندازه چاودېدونکي توکي چې په یوه سوداګریزه محموله کې ځای پر ځای شوي وو، ترلاسه کړي دي.