ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر او موټرچلوونکي تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي

سوداګر او موټرچلوونکي تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي

author avatar
17 May 2023 - 16:27
سوداګر او موټرچلوونکي تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي
author avatar
17 May 2023 - 16:27

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): په تورخم کې افغان سوداګر او د باروړونکو موټرونو چلوونکي شکايت کوي چې پاکستاني مسوولين ورته د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړوي چې له امله يې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

 په تورخم کې افغان چارواکي هم د سوداګرو شکايتونه تاييدوي او وايي، له پاکستاني اړخ سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

په ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستاني لوري په یوه او بله پلمه ځورول کېږي چې له امله یې نه یوازې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې، بلکې دوی ډېر کله له مالي زیان سره هم مخ کېږي.

یوه سوداګر زلمي عظیمي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې د ځنډ له امله یې دوی زیان ویني او ډېر کله د افغاني صادراتو ارزښت په بازار کې کمېږي.

عظیمي زیاته کړه: «اوسمهال د تورخم په صفري نقطه کې زرګونه سوداګریزې لارۍ ولاړې دي؛ ځکه چې پاکستاني لورى په ځنډ د تګ اجازه ورکوي او له همدې امله سوداګرو ته زیان اوړي.»

یو شمېر نور سوداګر هم ورته شکایت کوي او وایي، پاکستان هغې غاړې ته د موټرو ور اوښتو پروسه ځنډنۍ پرمخ بیایي.

د يوې لارۍ چلوونکي نورزاده پژواک ته وویل، په ځنډ د لاریو اوښتو له امله ډېرى وخت مېوه او ترکاري ورستېږي او د پاکستان بازارونو ته نه رسېږي چې له امله سوداګر زيان ويني.

دغه‌راز د شېرافضل په نوم يو بل لارۍ چلوونکی د سواګریزو د ستونزو حل برخه کې له دواړو حکومتونو د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

نوموړی زیاتوي: «په تورخم کې پاکستاني لوری په وخت د سوداګریزو موټرونو ګمرکي چارې نه خلاصوي او هسې په یوه او بله بهانه خلک ځوروي چې له امله یې په ځینو توکو وخت اوړي چې ځنډول يې تاوان لري.»

خو بل لور ته چارواکي د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب د عوایدو ډېرېدو خبره هم کوي او زیاتوي چې د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي.

هغه وايي: «له پاکستاني چارواکو سره مو په تورخم کې د سوداګرو ستونزې شریکې کړې او هغوی د حل ژمنه کړې ده. په تورخم کې زموږ د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۱۴ تر۲۰ میلیون افغانیو پورې عواید راټولېږي او دغه‌راز مو کلني عواید زیات شوي، یعنی پنځه میلیارد افغانۍ عواید مو راټول کړي او دغه عواید په تېر کې دوه میلیارده وو.»

هڅه مو وکړه چې د يادې ستونزې په اړه په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ نظر هم واخلو، خو تر اوسه يې د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.

تورخم د هېواد یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي چې د سوداګریزو موټرونو ترڅنګ، هره ورځ زرګونه عام کسان هم پرې تګ راتګ کوي.

Visits: 299

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.