Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
جوزجان کې یوه مېرمن چې د لومړي ځل لپاره یې یوه عکاسخانه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي ډېرو نجونو او ښځو ته به په دې برخه کې د کار او زدهکړې زمینه برابره کړي.
ځایي سرچینې جوزجان ولایت ته د نوري فایبر غځولو پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې چې د درېیو کلونو موده کې به بشپړه شي، د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمې د سمنټو پروژې تړون د ۱۶۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
جوزجان کې ځینې انځورګرې نجونې له مسوولینو غواړي چې د هنري، په ځانکړې توګه د انځورګرۍ نندارتونونو په جوړولو سره د دوی ملاتړ وکړي.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یو ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی.
ځایي مسوولین وايي چې په جوزجان کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې او د نیمروز په مرکز زرنج کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
جوزجان کې یو شمېر هغه مېرمنې چې انلاین کسب او کار ته یې مخه کړې، وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار وده کړې؛ اوس د دې تر څنګ چې هېواد کې دننه پېرېدونکي لري، له امریکا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو هم ډېر سفارشونه ترلاسه کوي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د دوو کلینیکونو د جوړېدو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او دغهراز په قوشتېپه ولسوالۍ کې د یوه بل کلینیک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو په ۸۰ کارخونو کې ۱۳۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینې برابرولو خبر ورکوي، وایې چې د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د تولید شوو غالیو پلور په نړۍوالو بازارونو کې ډېر شوی دی.
جوزجان کې یو شمېر کڼې نجونې چې د زدهکړې او حرفې په یو کلن روزنیز پروګرام کې پر زدهکړو بوختې دي، له اسلامي امارته غواړي چې لا ډېرو زدهکړو زمینه ورته برابره کړي څو پرمختګ وکړي او پر ځان بسیا شي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د کلفت بندر د فعالیت د پیل خبر ورکوي او وايي، یاد بندر کې به پنځه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP