منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

جوزجان

۲۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

د جوزجان له عامې روغتیا ریاست سره د ۷،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درملو مرسته وشوه

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق/ یونیسف د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د ۷،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درملو مرسته کړې ده.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته - چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»

جوزجان کې سینماګران وايي، حکومت دې د سیمنا ملاتړ وکړي

په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.

جوزجان کې امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي: هر کال مو لسګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړېږي

په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

غړي

جوزجان کې د غوړیو تولید فابریکې په فعالېدو سره لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه

د جوزجان ځایي سرچینې وايي، په شبرغان ښار کې د غوړیو تولید یوه فابریکه چې ۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې، ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه. «د ترکستان د غوړیو تولید فابریکې»…

غړي

جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بې‌ځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.

غړي

د جوزجان خلکو د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې ریاست  ته څه باندې ۲۳ جریبه ځمکه ورکړې

د جوزجان د پوهنې رياست په تېر يوه کال کې د ښوونځيو جوړولو لپاره د دغه ولایت د خلکو له خوا د څه باندې ٢٣ جريبه ځمکې د ورکړې خبر ورکوي او له خیریه او مرستندویه بنسټونو غواړي څو له دغه ریاست سره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

غړي

جوزجان کې د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

په جوزجان ولایت کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره یې ۳زره زده‌کوونکو ته په معیاري ښوونیز چاپیریال کې د زده‌کړې زمینه برابرېږي.

نور راپورونه