ژبه

امنیتي مسوولین: جوزجان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

شبرغان (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د جوزجان سیمه‌ییز او امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.

د جوزجان والي داملا شعیب رسالت په یوه امنیتي ناسته کې وویل، ګډ امنیتي ځواکونه په ټولنه کې د امنیت د خونديتوب او نظم او ثبات د رامنځته کېدو په موخه تل هڅه کوي چې په پایله کې یې اوسمهال هيڅ ډول امنیتي اندېښنه نه‌شته.

د جوزجان د والي په وینا، د امنیت ترڅنګ د اسلامي امارت له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري هم ډېره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې خلکو ته د امنیت له اړخه هيڅ ډول امنیتي اندېښنه پیدا نه‌شي، د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري اړینه ده؛ که خلک له موږ سره مرسته ونه کړي، موږ هيڅ کار نه‌شو کولای.»

login or register a new account.