ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«جوزجان کې په تېرو لسو ورځو کې ۲۵۰ کسان پر کرونا اخته شوي »

«جوزجان کې په تېرو لسو ورځو کې ۲۵۰ کسان پر کرونا اخته شوي »

author avatar
11 Aug 2022 - 14:51
«جوزجان کې په تېرو لسو ورځو کې ۲۵۰ کسان پر کرونا اخته شوي »
author avatar
11 Aug 2022 - 14:51

 کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان د کووېډ-۱۹ روغتون یو مسوول د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دوی له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د جوزجان ولايت د کوويډ-۱۹ روغتون سرویلانس ډاکتر خالص قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، په یوه ورځ کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو نږدې ٣٠ کسان د خپلې ناروغۍ تثبیت په موخه دغه روغتون مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه چې یاد روغتون له یو کال راهیسې فعالیت نه درلود، خو د فعالیت له بېرته پیلېدو وروسته په تېرو لسو ورځو کې د مثبتو پېښو شمېر ٢٥٠ ته ورسېد چې ډېره لوړه شمېره ده، خو د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړی د کرونا ناروغانو د شمېر له ډېرېدو اندېښمن دی او وايي، تېر کال همدا مهال، یاد شمېر ناروغان د یوې میاشتې په موده کې په دغه روغتون کې ثبت شوي وو.

سرچينې زياته کړه: «زما په ياد دي چې تېر کال به موږ په يوه ورځ کې له ٣٠ تر ٤٠ پورې د ناروغانو نمونې اخيستې او د مثبتو پېښو شمېر له پنځو کسانو څخه نه زیاتېده، خو په تېرو لسو ورځو کې دغه ناروغي د پام وړ ډېره شوې ده.»

هغه زیاته کړه چې له ناروغانو د اخيستل شوو سمپلونو تشخیص اوس د روغتون په لابراتوار کې ترسره کوي، په داسې حال کې چې تېر کال يې د اړتيا وړ وسايلو د نشتوالي له امله فارياب او بلخ ولايتونو ته استول.

قادري زیاتوي: «کرونا ناروغي په جوزجان ولایت کې یو ځل بیا د خپرېدو په حال کې ده او موږ دلته د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره ټول اړین وسایل او تجهیزات لرو؛ دا مهال  په روغتون کې ۵ بستر ناروغان لرو چې شمېر یې هره ورځ مخ په ډېرېدو دی.»

د هغه په ​​وينا، يو شمېر ناروغان د دوى له غوښتنې سره سم په خپلو کورونو کې قرنطين کېږي او د اړتيا وړ درمل هم له روغتون څخه په وړيا ډول ترلاسه کوي.

هغه پر کرونا ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو لامل د حفظ الصحې نه مراعاتول، ماسک نه تړل او د خلکو بې پروايي وباله چې هېڅکله دغه ناروغي جدي نه ګڼي.

قادري یادونه وکړه: «دغه راز موږ د ځايي مخورو، قومي مشرانو او عالمانو په مرسته د ښوونځيو، جوماتونو او ولسي ناستو له لارې د کرونا ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکوو، خو خلک ورته کمه پاملرنه کوي.»

محمد‌خان چې پلار یې پر کرونا ویروس اخته دی، وايي: «شپږ ورځې کېږي چې پلار مې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله په روغتون کې بستر دی.»

هغه زياته کړه، د روغتون کارکوونکي ناروغانو ته رسېدنه کوي، ناروغانو ته اکسیجن او د اړتيا وړ درمل هم په وړيا توګه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: «ما او زما کورنۍ اصلاً باور نه کاوه چې کرونا یوه وژونکې ناروغي ده او ډېر فکر مو  کاوه چې خلک تبلیغ کوي، خو اوس ګورو چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده.»

هغه وويل: «پلار مې د مرګ په حال کې و او موږ فکر کاوه چې ښايي په شدید سينه بغل اخته وي، خو روغتون ته له تګ وروسته معلومه شوه چې په ​​کرونا اخته شوى او اوس يې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.»

د ایشان‌قل په نوم بل کس چې لور یې پر کرونا ناروغۍ اخته شوې، وايي: «په پیل کې مې د لور ناروغي جدي نه وه نیوله او په کور کې مو له جوشانده او یوناني درملو ګټه واخیسته، خو کله یې چې تنفس ګډوډ شو، روغتون ته لاړو، له بده مرغه د لور له ناروغۍ وروسته مې دوه زامن هم په کرونا اخته شوي، پرون یې له لابراتواري معایناتو او د ناروغۍ له تثبیت وروسته ځانونه په کور کې قرنطین کړي دي.»

هغه زیاته کړه، خلک د کرونا ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته دي او په ښار کې ډېر کم داسې کسان لیدل کېږي چې ماسک یې تړلی وي او ټولنیز واټن مراعات کړي.

Visits: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.