ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف د جوزجان له پوهنې ریاست سره د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۸۳ خېمو مرسته وکړه

یونیسف د جوزجان له پوهنې ریاست سره د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۸۳ خېمو مرسته وکړه

author avatar
14 Feb 2023 - 17:25
یونیسف د جوزجان له پوهنې ریاست سره د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۸۳ خېمو مرسته وکړه
author avatar
14 Feb 2023 - 17:25

شبرغان (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، دغه ریاست د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څخه د خیمو غوښتنه کړې وه چې نن یې ۸۳ خیمې له دغه بنسټه ترلاسه کړې دي.

د لوګر د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ټولې خیمې دوه برخې او ۲۴ متر مربع دي چې د یوه ټولګي زده‌کوونکو ته بسنه کوي.

د هغه په خبره، د دغو ټولو خیمو لګښت ۱۱۳ زره او ۶۳۳ امریکایي ډالر کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د جوزجان د پوهنې ریاست په خپل تشکیل کې ۴۰۷ ښوونځي لري چې له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ودانۍ نه لري، دغه شمېر مرسته شوې خیمې بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.