ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې او نیمروز کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

جوزجان کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې او نیمروز کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

زرنج، شبرغان (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۳): ځایي مسوولین وايي چې په جوزجان کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې او د نیمروز په مرکز زرنج کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جوزجان د ټولګټو رییس اسدالله مسرور وویل چې د ۵۷ کیلومتره سړک جوړولو کار چې د دغه ولایت قوش‌تېپه او درزاب ولسوالۍ له شبرغان‌ښار سره نښلوي پیل شو.

هغه وایي، د دغه سړک پر جوړولو یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې کارونه یې د درېیو شرکتونو له خوا پر مخ بیول کېږي.

نوموړي وویل، د دغه سړک جوړولو کې د سیمې څه باندې دوو سوو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال، د دغه سړک جوړولو چارو د پیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د جوزجان والي قاري ګل‌حیدر شفق وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره پراختیایي او ټولګټې پروژې یو په بل پسې تطبیقېږي.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په اتحاد او یووالي کې ژوند وکړي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.

د دغه سړک په مسیر کې اوسېدونکي خلک خوښ دي.

د دغه ولایت د درزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالعزیز خوښي وښوده او ویې ویل: «مخکې له دې د سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.»

هغه زیاته کړه، سربېره پر دې چې دا سړک پخېږي، لسګونو ځوانانو ته چې بې‌کاره وو، د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بلخوا، د نیمروز د مرکز زرنج ښاروال مولوي صلاح‌الدین ممتاز پژواک خبري اژانس ته وویل، په زرنج ښار کې د استخباراتو سړک تر فلکې پورې چې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ښاروالۍ په بودجه قیر شوی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه د دغه سړک په پرانیسته خوښي وښوده او زیاته یې کړه: «موږ پلان لرو څو هغه سړکونه چې تر اوسه قیر شوي نه دي، په اساسي ډول قیر کړو.»

ورته مهال، د فراه لمر سړک جوړونې شرکت استازي انجنیر محمد حقیار چې دغه سړک یې جوړ کړی وویل، دا سړک یونیم کیلومتر اوږدوالی، ۷ ساتني متر ضخامت او ۷ متره سور لري.

نوموړي وویل چې دغه پروژه د څلورو میاشتو په موده کې پلې شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.