Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله د دوی کښتونه وچ شوي او د خړوبولو لپاره یې اوبه نه لري.
د بامیان ولایت د برېښنا شرکت مسوولین وایي، که پېرودونکي خپل د برېښنا بېلونه تحویل نه کړي، د برېښنا مزي به یې پرې شي.
هلمند کې یو شمېر بزګر وايي، په دغه ولایت کې باغونو ښه نتیجه ورکړې او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او وایي، دغې چارې يې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د هلمند د یو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې مخابراتي شبکې کار نه کوي او له حکومته یې غوښتي چې مخابراتي اسانتیا دې ورته برابره کړي.
د پکتيکا اوسېدونکي او هټۍوال له حکومته غواړي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې افغانۍ ترویج کړي.
د بادغیس اوسېدونکي د څاهګانو او ځمکې لاندې اوبو د کښته کېدو او وچېدو له امله اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې په خپلسري ډول د څاهګانو کېندلو او له اوبو څخه د بې کچې استفادې مخه ونیسي.
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، لاس پلورونکو د توکو د پلور په موخه خپلو کراچيو کې کوچني لوډسپېکرونه لګولي چې غږيزه ککړتيا يې رامنځته کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند ولایت د ناوې او نادعلي ولسواليو اوسېدونکي وايي، له کلونو کلونو برېښنا ته په تمه دي، خو تر اوسه يې دغه هیله پوره شوې نه ده.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې، په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو له امله شکایت لري او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وخت نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP