ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پاسپورټ د وېش لړۍ د ژر پیلېدو غوښتنه کوي

خلک د پاسپورټ د وېش لړۍ د ژر پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
23 Oct 2022 - 11:27
خلک د پاسپورټ د وېش لړۍ د ژر پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
23 Oct 2022 - 11:27

کابل (پژواک، لړم لومړۍ ۱۴۰۱): ځیني کسان د پاسپورټ د وېش په بیا پیل کې له ځنډه سر ټکوي او د ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د پاسپورټ ریاست وایي، د پيلېدو کره نیټه یې نه ده معلومه او هڅه کوي چې ژر پیل شي.

د روان کال له غبرګولي میاشتې را وروسته د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر وخت اخیست. ځینو کسانو مخکې پژواک ته ویلي و چې د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتې وخت اخلي. د پاسپورټ ریاست هم د روان کال د زمري په ۱۹مه، ویلي و چې سلګونه زرو کسانو د پاسپورټ تر لاسه کولو ته نوملیکنه کړې ده.

د پاسپورټ ریاست د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه، وویل چې د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو کاري پړاوونو د چټکتیا په پار، غواړي د دغې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې ځیني مثبت بدلونونه راولي. سرچینې ویلي و چې د دغې پروسې بشپړول وخت غواړي او اړتیا ده چې د پاسپورټونو د وېش خدمات د یادې پروسې تر بشپړېدو او تر دوېمې خبرتیا وځنډول شي.  خو تر اوسه (د لړم لومړۍ نېټه) د پاسپورټونو وېش نه دی پیل شوی.

خو هغه کسان چې پاسپورټ ته اړتیا لري، غوښتنه کوي چې د پاسپورټ د وېش لړۍ دې ژر پیل شي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته‌نو سیمې یوه اوسېدونکي لطف‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې، خو تر اوسه یې پاسپورټ نه دی تر لاسه کړی.

دی وایي: «کله مې چې نوملیکنه وکړه راته وویل شو چې یوه نیمه میاشت وروسته (د وږي په ۱۵ مه) باید خپل معلومات چک کړم ترڅو تاریخ راته راکړي، خو کله مې چې د وږي په ۱۵مه چک کړ، راته ولیکل شول چې د تلې په ۱۵مه به تاسو ته تاریخ درکړل شي؛ خو کله چې د تلې ۱۵مه شوه د پاسپورټ ریاست اعلان وکړ چې چارې یې د تخنیکي ستونزه له امله و ځنډېدې.»

هغه وایي، اوسه هم معلومه نه ده چې دا ستونزه به کله حل شي او دوی ته به کله پاسپورټ ورکړي.

لطف‌الرحمن وایي، د پاسپورټ ترلاسه کولو ته شېبې شماري، ځکه چې مېرمن یې ناروغه ده او غواړي د درملنې لپاره یې پاکستان ته بوځي.

دی وایي، حکومت باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي او یا هم داسې یوه لاره چاره ولټوي څو هغه کسانو ته چې پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا لري، پاسپورټونه ورکړل شي.

احمدشاه سلیم د کابل ښار د پلچرخي سیمې یو بل اوسېدونکی – چې غواړي د کاروبار لپاره ایران ته ولاړ شي- وایي، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې شاوخوا درې میاشتې مخکې نوملیکنه کړې خو تر اوسه یې نه دی تر لاسه کړی.

دی وایي: «ژمی را ورسېد، غوښتل مې ایران ته ولاړ شم او ژمی هلته تېر کړم، قاچاقي لارې هم سختې دي، پاسپورټ ته مې ثبت نام کړی، د میزان ۱۵مه یې ښودلې وه خو اوس بیا بند شوي، نه پوهېږم چې کله به یې وېش پیل شي.»

هغه وایي: «د نوي سرپرست حکومت تر راتګ را وروسته د پاسپورټ د وېش چارې عادي حالت ته نه دي راغلي، کله بند وي او کله خلاص؛ خو دا د حکومت مکلفیت دی ترڅو دغه ستونزه اساسي حل کړي.»

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن، په دې اړه چې کله به د پاسپورټونو وېش پیل شي، وویل: «کارونه روان دي، د پاسپورټ ریاست توزیع بنده ده تر نامعلومې نېټې، تر هغې چې تخنیکي چاره نه وي بشپړه شوې، تر هغې به د پاسپورت ریاست د فعالیت او وېش چارې درېدلې وي.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک له ستونزو سر ټکوي او په احتمالي توګه به د دغې ستونزې حل څومره وخت ونیسي، وویل: «هغه معلومه نه ده، دا خو تخنیکي ستونزه ده، کېدای شي یو ساعت یا یوه ورځ کې حل شي، یا هم کیدای شي ډېر وخت ونیسي، خو زموږ تخنیکي ټیم بوخت دی ترڅو دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.»

Visits: 218

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.