Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس اوسېدونکي د څاهګانو او ځمکې لاندې اوبو د کښته کېدو او وچېدو له امله اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې په خپلسري ډول د څاهګانو کېندلو او له اوبو څخه د بې کچې استفادې مخه ونیسي.
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، لاس پلورونکو د توکو د پلور په موخه خپلو کراچيو کې کوچني لوډسپېکرونه لګولي چې غږيزه ککړتيا يې رامنځته کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند ولایت د ناوې او نادعلي ولسواليو اوسېدونکي وايي، له کلونو کلونو برېښنا ته په تمه دي، خو تر اوسه يې دغه هیله پوره شوې نه ده.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې، په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو له امله شکایت لري او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وخت نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د «سیاه چوب پایین» کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
د خوست خلک او ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت د غلامخان بندر له لارې مخکې د ورځې لسګونه کسان پېښور او د پاکستان ځینو ښارونو ته تلل خو اوس دغه شمېر محدود شوی دی.
یو شمېر خلک پر جوماتونو وروستیو بریدونو اندېښمن کړي او د غندلو ترڅنګ یې له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.
د تخار د تکه تیموز ځيني اوسېدونکي وایي، په دغه سیمه کې ۲۰ کاله وړاندې له لرګیو جوړ یو مواصلاتي پُل اوس د له منځه تلو په حال کې دی؛ که حکومت ورته پاملرنه ونهکړي، تالقان ښار ته به د زرګونو کورنیو مواصلاتي لاره بنده شي.
د بادغيس اوسېدونکي داسې مهال د قيصار- لامان حلقوي سړک د جوړېدو چارې د نه بشپړېدو له امله شکایت کوي چې حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي څو د یاد سړک جوړولو کارونه بېرته پیل کړي.
د بادغیس اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو له نشتوالي شکایت لري او دې برخې ته د مسوولینو پاملرنه غواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP