Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د فراه د مرکز د احمداباد سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي چې د بادونو له امله د شګو ډېرۍ کېدو یې ژوند خورا سخت کړی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار ولټوي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې په مرکز جلالاباد کې يو شمېر کسان په خپلسري توګه د ساچ په نوم د ځانګړو مرغيو ښکار کوي چې د مرغانو د نسل وژنې ترڅنګ د ښاري ګډوډۍ سبب هم ګرځي.
د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.
د غزني د رشیدانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز فعالیت لري چې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
د پکتیکا یو شمېر خلک او سوداګر وايي، د برېښنا نشتوالي په کارونو او نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا غځولو پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
یو شمېر خلک وایي، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له خوا د «زمري ۲۴مې» نمانځنې هغه اوازه نوره هم ګرمه کړه چې ا.ا به نن د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د هغوی دا هیله پوره نه شوه.
د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هیڅ ښوونځی نشته او حکومت باید د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP