Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
خوست کې د «اواېفسي» سازمان په چوکاټ کې د ازادې مبارزې (فريفایټ) لوبې ترسره شوې چې د افغانستان، پاکستان، ایران، ازربایجان او عراق هېوادونو ۲۸ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.
ځايي مسوولين وايي، د خوست ښار پر بېلابېلو څلور لارو لګېدلي ترافيکي څراغونه فعال شول چې له مخې به يې تر يوه حده ترافیکي نظم رامنځته شي.
خوست کې د څه باندې ۱۳ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو اېښودلو درې ورځنۍ مېله پيل شوه چې په ترڅ کې به يې په دغه ولایت کې زرګونه مثمر او غيرمثمر نيالګي کېښودل شي.
مسوولین وایي چې په خوست ولایت کې دافغانستان، پاکستان او ایران د قاریانو ترمنځ د حسن قرائت نړۍواله مسابقه ترسره شوه.
د خوست د خوړو او درملو ادارې مسوولین وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۵۰۰ بورۍ بېکیفیته خوراکي او یوه اندازه نور توکي بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.
د خوست مرکز اړوند د غازياباد سیمې اوسېدونکي وايي چې درې کاله وړاندې یې په سیمه کې کلینیک ته ودانۍ جوړه شوې، خو تر اوسه نه دی فعال شوی.
خوست کې هغه سل جسدونه خاورو ته وسپارل شول چې له يوه ډلهييز قبر څخه را ايستل شوي وو.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۲۰ میله ډېر غیرقانوني وسلې او نور تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پیل شوې
د رييسالوزرا سياسي مرستيال خوست کې د یوې ديني مدرسې فراغت غونډې ته وويل، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی په قربانيو د لاسته راغلي نظام خلاف يو کوچنی حرکت هم وکړي.
د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن