Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، پرون د دغه ولایت په مرکز نیلي او میرامور ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دری کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د روغتون او مناسبو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د دایکنډي یوه ښوونکې چې د خپل ژوند ډېر وخت یې په تدریس کې تېر کړی، وايي چې لس کاله یې نیمه ورځ وړیا درس ورکړی او څو یې توان وي، د ټولنې ماشومانو د زدهکړو لپاره به هلې ځلې کوي.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «بالای کوه» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هیڅ فعال ښوونځی نشته او له امله یې ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د دايکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د اشترلي ولسوالۍ په «ده عروس» کلي کې د نشهيي توکو د پروسس يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د ژمي یوې سړې ورځې په وروستیو شېبو کې چې لمر د نیلي ښار د چوګاني غره له شا د ډوبېدو په درشل کې و، یوه نجلۍ د دغه ښار په څنډه کې نجونو او هلکانو ته د خپل ۱۵ کلن ښوونیز خدمت کیسه کوي.
د دایکنډي ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله یوې ۵۰ کلنې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایکنډي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د بامیان او کابل پر لور د دغه ولایت لویهلار د قوناق کوتل په ساحه کې او له مرکزه ولسوالیو ته غځېدلې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د دایکنډي اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ډېرو کلیو کې د نجونو او هلکانو لپاره ژمني ښوونیز کورسونه د زدهکوونکو په شخصي لګښت پیلیږي.
د دایکنډي ولایت سیمهییز مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په لړ کې د سختې یخنۍ له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵ زره او ۴۵۳ څاروي له منځه تللي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن