Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې د هرات ښار په کچه شاوخوا ۴۵۰۰ روږدي راټول کړي دي.
د سمنګان مرکز ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي- چې له څو میاشتو راهیسې دلته ساتل کېږي- د امکاناتو له کمښت او د کافي خوړو له نشتوالي شکایت لري.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو د مبارزې معینیت له لوري د کابل په څرخي پله سیمه کې د ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د روږدو د پالنې او حرفوي زدهکړو حمایوي مرکز «اغوش» جوړ او پرانیستل شو.
د هرات د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ۵زره ښځو په ګډون ۷۵زره کسان پر نشهیي توکو روږدي دي.
د غور يو شمېر روږدي په دغه ولايت کې د معتادينو درملنې د ٢٠ بستریز روغتون له فعاليت درېدو شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې دغه روغتون دې بېرته خپل فعاليت پيل کړي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP